د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وایي، تېره شپه د پاکستان پوځي رژیم بېپیلوټه الوتکو د ننګرهار د غنيخیلو ولسوالۍ اړوند ۲۹مه ویاله کې د ولسي خلکو کورونه په نښه کړي، چې له امله یې د یوې ښځې په ګډون دوه تنه شهیدان شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند دغه راز ویلي، چې د دې سربېره د پکتیا په ډنډپټان ولسوالۍ کې د پاکستاني ملېشو د یوه هاوان د لګېدو له امله یو ولسي وګړی شهید شوی او یو بل ټپی شوی دی.

