ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بغلان کې د اسلامي امارت د ملاتړ په موخه ستره ولسي غونډه وشوه

بغلان کې د افغانستان پر خاوره د پاکستان پوځي رژیم د تېري د غندنې او د دښمن پر وړاندې د اسلامي امارت د ځوابي بریدونو د ملاتړ په موخه ستره ولسي غونډه ترسره شوه.

د دې ناستې ګډونوالو ټینګار کړی، چې د خپلواکۍ، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې په موخه به د خپل هېواد له لوېشت لوېشت خاورې  دفاع کوي او د هر ډول ګواښ پر وړاندې به په کلکه درېږي.

دغه‌راز د ګډونوالو له جملې څخه مولوي میرویس الدین وايي؛ چې د افغانستان خلک متحد دي او د اسلامي امارت او د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ ولاړ دي، د خپلې خاورې له هر انچ څخه دفاع کوي.

ورته مهال مولوي عبدالله دیني عالم د هېواد دفاع او ساتنه د هر افغان وجیبه بللې او ویلي یې دي، چې هېڅ تېري کوونکي ته به اجازه ورنه کړي چې پر دې خاوره تېری وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د جوزجان ولایت اوسېدونکو هم د پاکستاني ملېشو پر وړاندې د اسلامي امارت د امنیتي او دفاعي ځواکونو له غبرګوني بریدونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړی و.