په مسقط کې د اسلامي امارت سفارت سرپرست حافظ عمر د سیمې او نړۍ د وروستیو پېښو او تحولاتو په هکله جوړه شوې غونډه کې ګډون کړی.
ښاغلي عمر د افغانستان د دريځ او د عمومي وضعیت په اړه معلومات شريک کړل او همدا راز د سيمې د بې ثباته کولو لپاره يې له ځينو شومو هڅو يادونه کړې.
ورته مهال؛ د غونډې ګډونوالو د سیمې او نړۍ د ثبات لپاره، د ستونزو د حل په برخه کې پر خبرو او ډيپلوماسۍ ټينګار کړی.

