د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت مسولین وایي، چې د روژې مبارکې میاشتې د وروستیو ورځو په رارسېدو او د کوچني اختر له نږدې کېدو سره، د دې وزارت محتسبینو د هېواد په بېلابېلو برخو کې په بازارونو او سوداګریزو مرکزونو کې خپلې څارنې زیاتې کړې دي.
د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت ویاند مولوي سیفالاسلام خیبر ویلي، د دغو څارنو موخه دا ده چې په سوداګریزو راکړه ورکړه کې د اسلامي اصولو او احکامو رعایت یقیني شي او د بیو، احتکار او نورو احتمالي سرغړونو مخه ونیول شي.
د یاد وزارت ویاند ټینګار کړی، چې په راکړه ورکړه کې د اسلامي اصولو مراعتول له هغو مهمو موضوعاتو څخه دي چې د دغو څارنو پر مهال ورته جدي پاملرنه کېږي او که هر ډول سرغړونه ولیدل شي، نو د شرعي اصولو او احکامو له مخې به اړین اقدامات ترسره شي.
ورته مهال خلکو د امر بالمعروف وزارت د محتسبینو له فعالیتونو او څارنو هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې دغه وزارت د مسولو ادارو له ډلې څخه دی چې د خلکو د ستونزو حل ته جدي پاملرنه کوي او د بازار د وضعیت د ښه والي او د خلکو د حقونو د خوندي کولو لپاره هڅې کوي.
همدارنګه مولوي سیفالاسلام خیبر له سوداګرو او پلورونکو غوښتي، چې په خپلو راکړه ورکړو کې صداقت، انصاف او شرعي معیارونه مراعت کړي او د خلکو له اړتیاوو، په ځانګړي ډول د اختر په ورځو کې، له هر ډول ناوړه استفادې څخه په کلکه ډډه وکړي.
د یاد وزارت د مسولینو په وینا، د دغو څارنو په ترڅ کې لسګونه دوکانونه او سوداګریز مارکیټونه د بیو او د بېکیفیته او تاریختېر شویو توکو د پلور له امله د محتسبینو له خوا تړل شوي او مالکان یې د نورو څېړنو لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شوي دي.

