په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پکتیا ولایت په څمکنیو او دنډې پټان ولسوالیو کې د پاکستاني پوځي رژیم له لوري د عامو خلکو کورونه او د دواړو ولسوالیو بازارونه هدف ګرځول شوي، چې خلکو ته پکې درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت ویلي، چې په دغو بریدونو کې یو تن شهید او بل تن ټپي شوی دی. د نوموړي په وینا، ۱۰ کورونه، ۱۴ دوکانونه، ۲ مارکیټونه او یو جومات هم ویجاړ شوی دی.
دغهراز نوموړي زیاته کړې، چې د پکتیکا ولایت په برمل او شکین ولسوالیو کې هم د دښمن له لوري کلي او بازارونه په نښه شوي دي. د شکین په بازار کې ۲ تنه ملکي هېوادوال شهیدان شوي او په دواړو ولسوالیو کې ۶ کورونه او څو دوکانونه ویجاړ شوي دي.
د ښاغلي فطرت په وینا، همدارنګه د خوست ولایت د علیشېرو او تریزیو ولسوالیو کې د پاکستاني رژیم د بمبارۍ له امله یو کليوال شهید او دوه ملکي ځوانان ټپیان شوي دي. په دغو بریدونو کې ۱۰ کورونه زیانمن شوي، یو جومات ویجاړ شوی او تر ۱۰۰ زیاتې کورنۍ بېځایه شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په ځاځي میدان ولسوالۍ کې هم د یوه هېوادوال کور په نښه شوی، چې ځاني زیان نه لري، خو کور یې ویجاړ شوی او مالي زیان ورته اوښتی دی.
همدارنګه د کونړ ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې پر عامو خلکو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۰ درنې مرمۍ توغول شوې دي. که څه هم ځاني تلفات نه دي اوښتي، خو مالي زیانونه یې اړولي او د دوکلام مرکزي کلي د ویالي بند یې هم ویجاړ کړی دی.

