ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

علی رضا بیکدلي: د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګري له ځنډ پرته جريان لري

په کابل کې د ایران سفارت سرپرست علي‌‌رضا بیکدلي ویلي، د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ بهیر له ځنډ پرته دوام لري.

دغه‌راز نوموړي زیاته کړې، چې د دواړو هېوادونو همکارۍ په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د هېڅ بهرنۍ جګړې او مداخلې تر اغېزې لاندې نه دي راغلي.

بیکدلي ويلي، د ایران استازولۍ په ټول ځواک سره د دواړو هېوادونو سوداګرو ته د خدمت کولو په حال کې دي.