د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ د پراخ ولسي ګډون، ډاډمن امنیت او د یووالي په فضا کې ونمانځل شوه.
ځايي چارواکو او علماوو د اختر په ویناوو کې د یووالي، متقابل درناوي او اسلامي ارزښتونو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او له خلکو یې وغوښتل چې له قومي تعصباتو ډډه وکړي او د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره ګډ کار وکړي.
حافظ انس حقاني د اختر په مناسبت خپلو خبرو کې ويلي، د اسلام، خاورې او نظام ساتنه زموږ د پلرونو د هغې لارې او مسیر ساتنه ده، چې له پېړیو راهیسې موږ ته پاتې دي.
د نوموړي په وینا، ولس باید د اسلامي نظام د مشرانو پالیسي او عمل ته پام وکړي، د هر چا خبرو پسې ونه ګرځي.
همداراز د امیرالمؤمنین اختریز پیغام په جوماتونو کې ولوستل شو او خلکو ته د هغه د لارښوونو د عملي کولو سپارښتنه وشوه.
په ورته وخت کې امنیتي او دفاعي ادارو د اختر په ورځو کې د بشپړ امنیت ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې په ټول هېواد کې ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي، څو خلک خپلې خوښۍ په ارامه فضا کې ولمانځي.
همدارنګه ګڼو هېوادوالو د امنیت له وضعیت خوښي څرګنده کړې او د امنیتي ځواکونو له هڅو یې مننه کړې ده.

