ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست‌الوزرا اداري مرستال د کډوالو د اړتیا پر پوره کېدو ټینګار وکړ

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کډوالو لنډ‌مهاله پنډغالي (پایتخت ترمینال) کې د‌ کډوالو وضعیت او هغوی ته برابر شوي خدمتونه یې له نږدې وارزول.

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال د مسکن، لومړنیو خدمتونو، کاري فرصتونو او نورو برخو کې د کډوالو ستونزو ته رسېدنه د اسلامي امارت ژمنتیا او مسولیت دی.

دغه راز نوموړي له مسولینو وغوښتل چې د کډوالو چارو ته جدي پاملرنه وکړي او خپلې هڅې درېغ نه کړي.

ښاغلي حنفي په پای کې کډوالو ته په خطاب کې وویل، راستانه شوي هېوادوال دې کوښښ وکړي چې د خپل هېواد په ابادي کې ونډه واخلي.