د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسولین وایي، چې د نېکمرغه کوچي اختر په ورځو کې ۲.۳ میلیونه کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو د هېواد له تفریحي سیمو او طبیعي منظرو څخه لیدنه کړې ده.
د یاد وزارت مسولینو زیاته کړې، چې د سیلانیانو دا شمېرې د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي او د سیاحت د ودې او پیاوړتیا څرګندونه کوي.
دغهراز د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو مسولینو د چاپېریال ساتنې، د عامه ځایونو د پاکوالي او د سیاحتي سیمو د ساتنې لپاره د خلکو پر همکارۍ ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې د امنیتي ادارو په پوره همکارۍ، سیلانیانو د کوچني اختر په ورځو کې د هېواد بېلابېلو سیمو ته په ډاډه فضا کې سفرونه کړي دي.
د مسولینو په وینا، د اطلاعاتو او کلتور وزارت هڅه کوي چې د هېواد په کچه د ګرځندوی سکتور پراخ او پیاوړی کړي او سیلانیانو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.
ورته مهال، یو شمېر سیلانیانو د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ د نظم، امنیت او د خلکو د مېلمهپالنې ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې د افغانستان ټول ولایتونه ښکلي دي او سږ کال د امنیت او ګرځندوی په برخه کې د رامنځته شویو اسانتیاوو له امله یې نه هېریدونکې خاطرې جوړې شوې دي.

