ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هلمند کې د سېلابونو درانه زیانونه؛ ۷۸ کورونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده

هلمند کې د وروستیو څو ورځو پر مهال سختو بارانونو او سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي.

د هلمند اطلاعات او کلتور ریاست مسولینو ویلي، چې د دې سېلابونو له امله په سنګین، نوزاد، باباجي، نهر سراج او موسی قلعه ولسوالیو کې ۷۸ کورونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې او دغه راز لسګونه څاروي تلف شوي.

د مسولینو په وینا، زیانمن شوي کسان په بېړني ډول خوندي سیمو ته لېږدول شوي دي.