د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شېر احمد حقاني لوګر ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له ځايي مسولینو سره د لیدنې ترڅنګ د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند چارې یې ارزولې دي.
شیخ شېر احمد حقاني ویلي؛ لوګر ته یې له سفر څخه موخه د ولایتي ریاست د چارو ارزول، د کارکوونکو ستونزې او وړاندیزونه اورېدل دي.
همدارنګه نوموړي ډاډ ورکړی، چې د لوګر اړوند تاریخي اثارو او جهادي موزیم د پراختیا لپاره به لا زیاتې هڅې وشي.
همداراز د اطلاعاتو او کلتور وزیر د لوګر له مرستیال والي مولوي محمد انور دینپرور سره په لیدنه کې د رسنیو او کلتوري چارو د ملاتړ په برخه کې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه کړې ده.

