ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

خوست کې د شاوخوا ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت څلور روغتیايي مرکزونه جوړ شول

د خوست ولایت په څلورو ولسوالیو کې د شاوخوا ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت څلور روغتیايي مرکزونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د پرانیستې په مراسمو کې د خوست والي مولوي عبدالله مختار ویلي، چې افغانستان ازاد و او ازاد دی، او د هېواد په بېلابېلو برخو کې پرمختیایي چارې په دوامداره توګه روانې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د خوست د خلکو لپاره ګڼ خدمات ترسره شوي او د نن ورځې د روغتیايي مرکزونو پرانیسته یې یو ښه بېلګه ده.

دغه‌راز ښاغلي مختار د عامې روغتیا ریاست د مسولینو هڅې ستایلي او هغوی یې د لا زیاتو خدماتو وړاندې کولو ته هڅولي دي.

مولوي عبدالله مختار د خوست د نفوس شمېر نږدې ۲۲ لکه یاد کړی او ټینګار یې کړی، چې په راتلونکي کې باید د همدې نفوس پر بنسټ خلکو ته لا ډېر او معیاري خدمات وړاندې شي.

نوموړي د خوست اوسېدونکو او همکارو موسسو ته ډاډ ورکړی، چې د هغوی ستونزې به د اسلامي امارت د مشرتابه سره شریکې کړي او د حل لپاره به یې لازم اقدامات ترسره شي.

همدارنګه د خوست ولایت د عامې روغتیا رییس مولوي اخترمحمد محمد عکرمه ویلي، چې د دغو روغتیايي مرکزونو په جوړېدو سره به د اړوندو ولسوالیو ډېری روغتیايي ستونزې حل شي.

نوموړي زیاته کړې، چې یاد مرکزونه د ټولو اړینو اسانتیاوو په لرلو سره د اسمعیل‌خېلو-مندوزیو ولسوالۍ د ورزې مدین، د تڼیو ولسوالۍ د باز مولا، د صبریو-یعقوبیو ولسوالۍ د ابادخانې او د ځاځي میدان ولسوالۍ د اسکندري کلي کې جوړ شوي دي.

ښاغلي عکرمه ډاډ څرګند کړی، چې د خوست ولایت د عامې روغتیا ریاست به د روغتیايي خدماتو د پراختیا لپاره خپلې هڅې لا پیاوړې کړي، څو ټولو اوسېدونکو ته پر وخت او معیاري روغتیايي خدمات وړاندې شي.