د صهیونیستي رژیم پارلمان (کنیسټ) داسې ظالمانه او یو اړخیز قانون تصویب کړی، چې له مخې یې نظامي محکمې هغو فلسطینیانو ته د اعدام سزا ورکوي چې د اسراییلیانو د وژلو په تور محکوم شي، خو دا سزا به پر هغو یهودي اسراییلیانو نه تطبیقېږي چې فلسطینیان په شهادت رسوي.
الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی، دغه قانون چې په راتلونکو ۳۰ ورځو کې نافذېږي، د صهیونیستي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتیاهو په ګډون د کنیسټ ۶۲ غړو لهخوا تصویب شوی دی.
ورته مهال د حماس اسلامي غورځنګ په ګډون یو شمېر هېوادونو، اروپایي ټولنې، د بشر حقونو بېلابېلو بنسټونو د دغه قانون تصویب غندلی او دا یې له نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې ده.

