د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د چین له سفیر، ښاغلي ژاوشېنک سره په لیدنه کې د سنتي طب برخه کې د ظرفیت لوړونې او یو شمېر نورو روغتیايي موضوعاتو په اړه خبرې کړي.
د لیدنې پر مهال ښاغلي جلالي د چین له سفیر څخه د میرویس سیمه ییز روغتون بیا رغونې او پراختیا چارو پیل، د الشفاء روغتون لپاره د تجهیزاتو او سنتي طب برخه کې د انسټېټیوټ جوړېدو غوښتنه کړې.
همدارنګه د چین سفیر د میرویس روغتون د بیا رغونې چارو کې د هڅو او د نبوي طب برخه کې د روغتیايي کارکوونکو د روزنې ژمنه کړې ده.

