د هوا پېژندنې ریاست او نړیوالو معتبرو بنسټونو د وړاندوينې پر اساس د وري ۱۴مه او ۱۵مه د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې د سختو اورښتونو، تالندې او سېلابونو راوتلو اټکل شوی.
د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي ملي اداره وایي، چې دغه وضعیت په کابل، پروان، کاپیسا، پنجشېر، بامیان، دایکندي، میدان وردګ، غزني، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، زابل، روزګان، کندهار، هلمند، هرات، غور، فراه، بادغیس، بلخ، سمنګان، سرپل، فاریاب، بغلان، تخار، ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو کې اټکل شوی.
یادې ادارې له هېوادوالو غوښتي چې سیندونو او خطرناکو سیمو ته له نږدې کېدو ډ ډه وکړي او لازم تدابیر مراعت کړي.

