د تېرې شپې زلزلې له امله د بګراميو ولسوالۍ د ګوسفند درې په سیمه کې یو استوګنیز کور نړېدلی، چې له امله یې اته تنه شهیدان شوي دي.
د کابل ولایت مقام ویاند حافظ بشارت وايي، چې د دې ولایت په بګراميو ولسوالۍ کې د تېرې شپې زلزلې ټول قربانیان د یوې کورنۍ غړي دي.
د نوموړي په وینا، په شهیدانو کې پلار، مور، څلور لوڼې او دوه زامن شامل دي.
همدا راز په دې پېښه کې یو کوچنی ماشوم ټپي شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې تېره شپه شاوخوا ۸:۴۵ دقیقې کابل او یو شمېر نور ولایتونه نسبتاً زورورې زلزلې ولړزول.
د امریکا ځمکې پېژندنې سازمان د دغې زلزلې شدت د رېښتر په کچه ۵.۸ درجې او مرکز یې د بدخشان ولایت جرم ولسوالۍ څخه ۳۵ کیلو متره لرې ښودل دی. دغه راز یاد سازمان د زلزلې ژوروالی شاوخوا ۱۸۶ کیلو متره ښودلی دی

