ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا نورالله نوري: افغانانو هر وخت د جهاد او مبارزې پر مټ د دښمن ملا ور ماته کړې

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د ننګرهار له علماوو، قومي مشرانو، ځوانانو او ولایتي مسولینو سره غونډه کړې.

په دې غونډه کې ملا نورالله نوري ویلي، چې افغانانو هر وخت د جهاد او مبارزې پر مټ د دښمن ملا ور ماته کړې او خپله خپلواکي یې د ایمان او افغاني غیرت پر مټ اخیستې ده.

نوموړي زیاته کړې، د افغانستان د ختیځ او لویدیځ ولسونه زموږ اردو ده او په جهاد کې یې د اسلامي امارت له مجاهدینو سره یو ځای برخه اخیستې، له همدې برکته یې لویې امپراطورۍ ماتې کړې دي.

دغه‌راز ښاغلي نوري پر هېواد د پاکستان پوځي رژیم د بریدونو پر مهال د ولسونو د ملاتړ او یووالي ستاینه کړې او له افغان ځواکونو یې د خلکو د هر اړخیز ملاتړ هر کلی کړی دی.

د غونډې په پای کې علماوو، قومي سپین ږیرو او د پوهنتون استادانو په خپلو خبرو کې ویلي، پاکستان په افغانستان کې یو مستحکم اسلامي نظام نه غواړي او کوښښ کوي، چې زموږ د هېواد اتحاد زیانمن کړي.

دوی زیاته کړې، افغانان به یې خپلو تېرو تاریخونو ته په کتو هر راز تېري ته پر وخت ځواب وایي او د خپل اسلامي نظام او خاورې دفاع به کوي.

همدارنګه قومي سپین ږیرو ویلي، موږ چې دلته تاسې ته سینه ډبوو، دا زموږ غږ نه، بلکې دا زموږ د خلکو د ملاتړ او ډاډ دریځ دی.

د یادونې وړه ده، په دې غونډه کې د یاد وزارت د جرګو او قبایلو چارو مرستیال مولوي محمد علي جان احمد، د امربالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مرستیال شیخ نور محمد حقاني او د استخباراتو ریاست استازي مولوي اختر شاه هاشمي ګډون درلود.