د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وایي، هېواد کې د وروستیو ورښتونو او طبیعي پېښو له امله ۶۱ هېوادوال شهیدان او ۱۱۶ تنه نور ټپیان شوي او ۴ تنه لا درکه دي.
ښاغلی مجاهد زیاتوي، همدراز د یادو طبیعي پېښو له امله ۲ زره او ۴۴۸ استوګنیز کورونه په بشپړه توګه او یا په جزوي ډول ویجاړ شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند وایي، د دې سربېره د دغو پېښو له امله ۲۶ زره او ۸۴۱ جریبه کرنیزه ځمکه زیانمنه شوې او له زرو څخه ډېر څاروي هم له منځه تللي دي.

