د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، چې د ماشوم ساتنې ریاست په ۱۴۰۴ کال کې د حمایوي پروګرامونو په پلي کولو سره د زرګونو ماشومانو قضیې تعقیب کړې او د ماشومانو او د هغوی د کورنیو لپاره یې د عامه پوهاوي پروګرامونه هم ترسره کړي دي.
د وزارت په وینا، په تېر کال کې د ماشوم ساتنې ریاست توانېدلی چې د حمایوي سیستمونو په پیاوړتیا او د ټولنیزو خدماتو په پراخولو سره د ماشومانو د ساتنې په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي او ټولټال یې په ۲۳ بېلابېلو کټګوریو کې د ۱۴ زره او ۵۹۴ زیانمنو ماشومانو قضیې تعقیب او حل کړې دي.
همدارنګه، د عامه پوهاوي پروګرامونو له لارې ۴۰۴ زره او ۲۰۷ ماشومانو او د هغوی د کورنیو غړو ته د ماشوم د حقونو، د چاودېدونکو توکو له خطرونو د ځان ساتنې، د چاپېریال ساتنې او نورو مهمو موضوعاتو په اړه معلومات ورکړل شوي دي.
وزارت زیاته کړې، چې د محلي جوړښتونو د پیاوړتیا او د ماشومانو قضیو ته د چټک لاسرسي لپاره په ۲۰ نورو ولسوالیو کې د ماشوم ساتنې کمېټې جوړې شوې دي.
د معلوماتو له مخې، دا مهال د هېواد په ۲۰۴ ولسوالیو کې د ماشوم ساتنې کمېټې فعالې دي او د ماشومانو ستونزو ته په منظم ډول رسېدنه کوي.

