ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

شيخ محمد خالد حنفي د هېواد د بېلابېلو ولايتونو جهادي او قومي مشرانو سره لیدنه کړې

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد الحنفي د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه راغلو جهادي او قومي مشرانو، دیني عالمانو خطیبانو او استادانو سره لیدنه کړې.

ښاغلي حنفي په دې لیدنه کې ویلي، ټولنه کې پر یو بل متقابل حقونه او مکلیفونه لرو ټولو ته پکار ده چې د اسلامي نظام د پایښت لپاره یو ځای کار وکړو.

د ناستې ګډونوالو یو لړ ستونزې او وړاندیزونه د وزارت له رهبرۍ سره شریک کړل او د رهبرۍ له لوري ورته د ستونزو حل ډاډ ورکړل شو او ویې ویل چې ټولنه کې د شته ناخوالو له منځه وړلو ته ژمن دي.

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر د عصري علومونو او ټکنالوجۍ ارزښت ته په اشارې ویلي، ځوانان باید دې برخو ته وهڅول شي او ورته لازم فرصتونه برابر شي.