ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اوزبېکستاني سوداګر افغانستان کې د درملو په برخه کې پانګونه کوي

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام د اوزبیکستان د درملو ادارې مسول عبدالله عزيزوف او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

عبدالله عزیزوف په دې لیدنه کې په افغانستان کې د درملو وېش او واردولو په برخه کې د خپل هېواد پانګوالو او سوداګرو پر پانګونې د چمتوالي خبر ورکړی او ویلي یې دي، هېواد یې افغانستان ته د باکیفیته درملو صادرولو ته ژمن دی.

نوموړي زياته کړې، چې يو شمېر اوزبیکستاني سوداګر او پانګوال افغانستان ته رسېدلي او په پام کې لري، چې د باکيفيته درملو په برخه کې په افغانستان کې د پانګونې پر وړاندې د ستونزو پر حل خبرې وکړي.

عبدالله عزيزوف ویلي، د باکيفيته درملو واردات، وېش او د خلکو د باور خپلول زموږ په کاري لومړيتوبونو کې ځای لري او ژمن يوو، چې هماغه ډول باکيفيته درمل چې پخپل هېواد کې تولید او استفاده کوو، افغانستان ته يې هم وارد کړو.

 نوموړي همدارنګه د لابراتواري موادو د چمتو کولو او د لابراتوارونو برخې کارمندانو ظرفیت لوړولو ته چمتوالی څرګند کړی.

ورته مهال، مولوی عبدالسلام حنفي د درملو په برخه کې افغانستان کې د اوزبېکستان پانګونه یو مهم ګام بللی او د باکيفيته درملو پر وارداتو یې ټينګار کړی.

نوموړي زياته کړې، اسلامي امارت په کور دننه د ټولې پانګونې هرکلی کړی او پانګوالو ته يې اړیني اسانتیاوې برابرې کړې دي.

په پای کې ښاغلي حنفي ویلي، چې اسلامي امارت هیله لري د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لا پراخې شي.