د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د اوزبیکستان د درملو جوړونې او صنعت د پراختیا ادارې له رییس عبدالله عزیزوف او مل پلاوي سره د یو شمېر مهمو روغتیايي موضوعاتو په اړه لیدنه کړې ده.
د عامې روغتیا وزارت وایي، په دې لیدنه کې د درملو په برخه کې د سوداګرۍ د پراختیا، د افغان ناروغانو لپاره اوزبیکستان ته د تګ اسانتیاوو، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړهلیک د عملي پلان او په افغانستان کې د درملو د تولید په برخه کې د پانګونې پر موضوعاتو خبرې شوې دي.
مولوي نور جلال جلالي ویلي:« چې د درملو د کیفیت تضمین، د معیاري خدمتونو وړاندې کول او د دواړو هېوادونو ترمنځ همغږي هغه مهم ټکي دي، چې باید جدي پاملرنه ورته وشي، څو خلکو ته باوري او غوره روغتیايي خدمات وړاندې شي».
نوموړي زیاته کړې، چې دوامداره همکاري کولای شي د روغتیايي سیستمونو د پیاوړتیا ترڅنګ د خلکو اړتیاوو ته پر وخت او اغېزمن ځواب ووایي.
له بلې خوا، د اوزبیکستان د درملو جوړونې ادارې رییس د همکارۍ ډاډ څرګند کړی او ویلي یې دي، چې هېواد یې چمتو دی له افغانستان سره د درملو د تولید، صادراتو، د تخنیکي پوهې د لېږد او د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په برخو کې همکاري وکړي.

