د کډوالو دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې له لوري په زابل، سمنګان، کندوز او سرپل ولایتونو کې راستنو شویو کډوالو ته نمرې وېشل شوي دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وايي، چې دغه نمرې په زابل کې ۲۲۴ ، سمنګان کې ۱۵۰ ، په کندوز کې ٩٣٤ او سرپل کې ١٠٥ کډوالو کورنیو ته وېشل شوي دي.
د نوموړي په وینا؛ تر دې مهال ۸ زره او ٢٦٥ راستنو شویو کورنیو ته د هستوګنیزې ځمکې وېشل شوې دي او دا لړۍ په چټکۍ دوام لري.

