ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سالنګونو او کابل – جلال‌اباد لویې لارې لا هم د ترافیکو پر مخ تړلې دي

د ټولګټو وزارت ویلي، د سالنګونو لویه لار د دومدارې واورې ورېدو، توپان او واورې ښویېدنې او همدارنګه د کابل – جلال‌اباد لویه لار د پرلپسې غر ښویېدنې له امله لا هم د ترافیکو پر مخ تړلې دي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې د کابل – کندهار لویه لار تېر ماښام د بارانونو او سېلابونو راوتلو له امله د زابل ولایت شهرصفا ولسوالۍ فولادګي مانده سیمه کې تړل شوې وه، د عملیاتي ټیمونو په هڅو بېرته پرانیستل شوه.

دغه‌راز د ټولګټو وزارت له هېوادوالو غوښتي، چې د بندو لارو په لور دې حرکت نه کوي او د دوی رسمي خبرتیا ته دې په تمه شي.