د تېرې شپې راهیسې ننګرهار کې د ورښتونو له امله ۱۶ تنه شهیدان شوي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر مولوي صدیق الله قریشي وايي، چې په دې ولایت کې د تېرې شپې راهیسې د سختو ورښتونو له امله ۱۳ هېوادوال شهیدان او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.
همدارنګه د ننګرهار د شیرزادو ولسوالۍ اړوند په ګندمک کلي کې د وروستیو ورښتونو له امله د یوه کور چت پرېوتو پېښه کې درې ښځې شهیدانې شوې دي.
ورته مهال د خوست د والي ویاند مستغفر ګربز وایي، د یاد ولایت د مرکز متون اړوند په ګينګينۍکلي کې د دېوال نړېدو له امله درې ښځې شهیدانې او دوه ماشومان ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، ټپي ماشومان د درملنې په موخه روغتون ته انتقال شوي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی.
د ښاغلي ګربز په وینا، دېوال د ورښتیو اورښتونو له امله نړېدلی.
د هېواد هوایي ځواکونو د هرات په ادرسکن ولسوالۍ او د هلمند په موسیقلعه ولسوالۍ کې ۳۶ هغه کسان چې په سېلاب کې بند پاتې و، ژغورلي او خوندي ځای ته یې لېږدولي دي.
همدارنګه د معلوماتو له مخې؛ د هلمند په موسیقلعه ولسوالۍ کې لسګونه کسان چې په سېلاب کې بند پاتې و، ژغورل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د وروستیو پرلهپسې ورښتونو له امله د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ځاني تلفاتو سربېره خلکو ته ګڼ مالي زیانونه هم اوښتي دي.

