د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی مالي او اداري مرستیال مولوي قدرتالله جمال د جهادي اثارو د ساتنې عمومي ریاست څخه لیدنه کړې او د دې ریاست د همکاریو پراختیا او پرمختګ په اړه یې خبرې کړي.
اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، ښاغلي جمال له کتابتون، «الجهاد» سټډیو او بېلابېلو برخو څخه هم لیدنه کړې او له فعالیتونو څخه د مننې ترڅنګ پر هر اړخیزو همکاریو او ملاتړ یې ټینګار کړی.

