د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وايي، د وري میاشتې له ۶ مې نېټې څخه تر دا مهاله، د هېواد په کچه د بارانونو، سېلابونو، زلزلو او د غرونو ښویېدو له امله ۱۴۸ تنه هېوادوال شهیدان شوي، ۲۱۶ تنه ټپیان دي او ۸ تنه لا درکه شوي دي.
د ښاغلي فطرت په وینا، په ټول هېواد کې یو زر او ۱۴۹ کورونه په بشپړه توګه، پینځه زره او ۱۰ کورونه په نسبي ډول او ۳۶۶ کیلومتره سړکونه ویجاړ شوي.
د نوموړي په خبره، سېلابونو په هېواد کې زرګونه جریبه ځمکه تخریب کړې او زرګونه ونې یې هم وړې دي.

