د بهرنیو چارو وزارت د ټولنیزو ناسمو رواجونو د مخنيوی په پار د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د ١٧ ګڼې فرمان د اهمیت او د تطبیق په موخه غونډه ترسره کړه.
ياده غونډه چې د خېښۍ، ودونو، مصيبتونو او همداراز د حج او عمرې په برخو کې د ناسمو رواجونو د مخنيوي په اړه د فرمان د ښه عملي کېدو په پار جوړه شوې وه د بهرنيو چارو وزير په ګډون د دغه وزارت مالي او اداري مرستيال، مرکزي ریيسانو، معاونينو او د وزارت ټولو کارمندانو ګډون درلود.
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د ياد فرمان د اهميت او تطبيق په اړه وينا کې څرګنده کړه؛ د ناسمو او غیرې شرعي دودونو دوام هم د اسلامي ارشاداتو څخه سرغړونه ده او هم د ټولنې پر وګړو بېځایه اقتصادي بار اچوي او نفرتونه پیدا کوي، له همدې امله پکار ده، چې خلک خپل ټولنیز چلند د اسلامي شریعت له اصولو سره سم عیار کړي او له هغو دودونو څخه ځان وساتي چې له دیني لارښوونو سره په ټکر کې دي.
بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې ټولنیز چلندونه باید له شریعت سره سم جوړ شي او د دین مغایرو دودونه څخه ډډه وکړي.
نوموړي زیاته کړې، اعتدال او توازن د اسلامي ژوند بنسټ دی او اسلامي امارت د ټولنې اصلاح د اسلامي ارزښتونو پیاوړتیا ته پاملرنه کوي.
د يادونې وړ ده؛ چې غونډې ته د بهرنيو چارو وزير د وينا ترڅنګ د دغه وزارت مرستيال او نورو علماوو هم د ياد فرمان اړوند هر اړخيزې ويناوې وکړې او د دغه فرمان پر عملي تطبيق يې ټينګار درلود په پای کې د یاد فرمان نسخې په ټولو کارکوونکو وویشل شوې.

