هلمند کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري د امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان د ښه تطبیق کولو په موخه ستره ولسي غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي، د هلمند والي مولوي امان الدین منصور، د امارتي ادارو مسولینو، علماء کرامو، استادانو، قومي مشرانو، لیکوالانو، د رسنیو مسولینو او ځوانانو ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې د هلمند اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمر مولوي حیات الله یوسف ویلي؛ دا غونډه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت په نوښت د هلمند اطلاعاتو او کلتور ریاست په همکارۍ جوړه شوې ده،چې د دې غونډې موخه یاد فرمان د ټولنې د هر وګړي تر غوږونو رسول دي.
د هلمند پوهنتون رییس ابو احمد ویلي؛ اطاعت د ټولنې د پر مختګ لپاره یو مهم جزء دی، نو د ټولو هېوادوالو لپاره لازمه ده، چې د خپل امیر اطاعت وکړي او د اسلامي شریعت په رڼا کې ژوند وکړي،.
نوموړي زیاته کړې، د امیرالمومنین (حفظه الله) ټول فرامین د اسلامي شریعت په رڼا کې وړاندې شوي دي، هیڅ یو داسې فرمان نشته، چې خدای مکړه د اسلامي شریعت خلاف وي، بلکې ټول د اسلامي شریعت او حنفي فقهې مطابق جوړ شوي دي، په دې فرمان کې د ناسمو رواجونو د مخنیوي، د سالمې ټولنې جوړول، د اسلامي شریعت په رڼا کې د نکاح کول، د یتیم مال نه خوړل، د انجلۍ له خوښۍ پرته په نکاح نه ورکول، په خوشحالیو کې د اضافي لګښتونو مخنیوی، په خوښیو کې ډزې نه کول، د دولتي وسایلو څخه شخصي ګټه نه اخیستل او داسي نورو موضوعاتو په اړه بحثونه شوي دي.
دغهراز ښاغلي ابو احمد له ګډونوالو څخه غوښتي، چې په پوره توګه د دې فرمان رعایت وکړي او د ټولنې تر هر وګړي ته یې ورسوي، تر څو زموږ ټولنه نور د ناوړه رواجونو قرباني نه شي او نه هم د بدو رواجونو له امله پر کوم چا ظلم ونشي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مولوي حیاتالله مهاجر فراهي ویلي؛ باید ټول نظامي او ملکي مسولين د دې فرمان په ښه تطبيق کې هڅه وکړي او د تطبيق ساحه يې پراخه کړي، ځکه دا فرمان لومړی مسولينو ته راجع دی، چې لومړی بايد خپله پرې عمل وکړي او بيا يې پر نورو باندې د تطبيق په اړه لاس په کار شو، وروسته بيا د مساجدو امامان، قومي مخور آن د ټولنې هر فرد په دې مسول دی، چې د دې فرمان په تطبيق کې هڅه وکړي.
نوموړي زياته کړې؛ لیکوالان او شاعران هم اړ دي، چې د دې فرمان په تړاو خپل مسوليت په کتابونو، مجلو او شعرونو کې اداء کړي او همدارنګه د رسنيو مسولين هم بايد په خپله برخه کې د فرمان په تطبيق کې کار وکړي، ځکه رسنۍ په دې برخه کې خورا اغېزمنې تماميږي، ځکه په اوسني وخت کې رسنۍ د ټولنې ژبه ده او هر کس ورته مستقيم لاسرسی لري.
دغهراز په غونډه کې یو تن قومي مخور عبدالسلام خان اکا ویلي؛ دا فرمان زموږ لپاره زیات ګټور دی، ځکه چې موږ تل د ناوړه رواجونو قرباني شوي یو، موږ به د دې فرمان په تطبیق کې پوره همکاري وکړو او د ټولنې تر هر فرد به يې ورسوو.
ورته مهال د غونډې نورو ويناوالو هم د امير المؤمنین (حفظه الله) یاد فرمان د ټولنې په ګټه ياد کړ او د تطبیق په برخه کې يې د هر راز همکاریو ډاډ څرګند کړ.

