ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د احصايې او معلوماتو ملي اداره: تېر کال نیمروز کې څه‌باندې ۳۰ زره د تابعیت پېژندپاڼې وېشل شوي

احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د نیمروز ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۴ لمريز کال کې په ټوليز ډول ۳۰ زره او ۶۴۴ د تابعیت پېژندپاڼې وېشلې چې ۲۳ زره او ۸۲۲ برېښنایي او ۶ زره او ۸۲۲ یې کاغذي پېژندپاڼې دي.

یادې ادارې زیاته کړې، همدارنګه ۳ زره او ۱۰ کسانو ته د ژوند پېښو (زېږون کارتونه، د مړینې پارچې، د ودونو او طلاق) د ثبت خدمتونه او تر څنګ یې ۲ زره او ۳۶۸ ته د تابعیت تذکرو اصلاحي خدمتونه وړاندې شوي دي.

د نیمروز ولايت د احصايې او معلوماتو رییس مولوي عبدالکریم یوسف وايي، چې په دې ولایت کې د برېښنایي پېژندپاڼو دوې وېش څانګې فعالې دي، چې یوه یې په مرکز او دویمه هغه یې دلارام ولسوالۍ کې موقعیت لري.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې وېش څانګو کې د نویو الکترونیکي پېژندپاڼو پر وېش سربېره تر وېش وروسته (د مثنی پېژندپاڼې وېش، پېژندپاڼې نوې‌کول، اصلاحات، د زېږونونو، ودونو، طلاق او د کورنۍ د پاتې غړو ثبت) خدمتونه هم مراجعینو ته وړاندې کېږي.

له بل لوري یاد ریاست په تېر ۱۴۰۴ کال کې په احصايوي برخو کې د ۵۰۰ معیاري فورمو له لارې ټولنیز او اقتصادي ارقام او معلومات راټول او له ادارې سره یې شریک کړي دي.