ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روغتیا وزیر: د پولیو د مخنیوي لپاره جدي هڅې او د روغتیايي خدمتونو پراختیا اړینه ده

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د ولایتي مسوولینو د همغږۍ او ظرفیت لوړونې غونډه کې ویلي، چې د پولیو د مخنیوي لپاره باید جدي او دوامدارې هڅې وشي.

نوموړي زیاته کړې، افغانستان او ګاونډی هېوادونه لا هم د هغو سیمو له ډلې دي، چې پولیو پکې شتون لري، او ټینګار یې کړی چې د دې ناروغۍ د بشپړې له منځه وړلو لپاره باید له خلکو سره ګډ کار وشي او وقایوي تدابیر پیاوړي شي.

د عامې روغتیا وزیر همداراز ویلي، د اکمال تخصص ریاست ته دنده سپارل شوې، څو محرومو ولایتونو ته د تخصصي بستونو ځانګړې سهمیه ورکړي، تر څو روغتیايي خدمتونه لا پراخ شي.

نوموړي زیاته کړې، هر هغه کس چې د تخصص ازموینه کې ګډون کوي، مکلف دی چې لږ تر لږه دوه کاله د ولسوالیو په روغتیايي مرکزونو کې دنده ترسره کړي.

دغه‌راز ښاغلي جلالي خبرداری ورکړی، هغه موسسې چې له قرارداد سره سم خدمات وړاندې نه کړي، د ارزونې او نظارت وروسته به یې قراردادونه لغوه شي.

د عامې روغتیا وزیر ویلي، چې د هېواد په کچه په هره ولسوالۍ کې د روغتون جوړول د روغتیايي سکتور د پیاوړتیا لپاره یو مهم او ستر ګام دی.