ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان او اوزبیکستان د روغتیا وزیرانو د روغتيايي همکاریو پر پياوړتیا خبرې کړي

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي په بلخ ولایت کې د ازبیکستان د روغتیا وزیر اسیلبیک خدایاروف سره په لیدنه کې د روغتیايي همکاریو د پیاوړتیا او پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د روغتیايي متخصصینو د ظرفیت لوړونې، د هیموفیلیا ناروغانو لپاره د اړینو فکتورونو د برابرولو، د خوړو او درملو د کیفیت د کنټرول او ناروغانو ته د ویزو د اسانتیاوو په اړه بحث شوی دی.

همداراز، د عامې روغتیا وزارت مسوولینو د اوزبیکستان د درملو جوړونې شرکتونو ته بلنه ورکړې، چې په افغانستان کې د درملو د تولید په برخه کې پانګونه وکړي او د روغتیا په نورو برخو کې هم همکاري پراخه کړي.

بلخوا، د اوزببکستان د روغتیا وزیر د یادو برخو په اړه د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.