د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د جوزجان ولایت ته د خپل سفر پر مهال د آقچې ولسوالۍ د ۵۰ بستریز روغتون د پاتې چارو د بیا پیل پرانیسته وکړه.
د عامې روغتیا وزارت په وینا، دغه پروژه د ۵۴ میلیونه افغانیو په لګښت پلې کېږي، چې په پرانیستغونډه کې د جوزجان والي مولوي عبدالله سرحدي، د عامې روغتیا رییس سید ذبیحالله حسيني، یو شمېر نورو سیمهییزو چارواکو او د سیمې اوسېدونکو ګډون کړی و.
دغهراز مولوي نور جلال جلالي یاد روغتون د سیمې د خلکو لپاره د روغتیايي خدمتونو د لاسرسي په ښه والي، د اساسي اړتیاوو د پوره کولو او د معیاري درملنې د برابرولو په برخه کې مهم وباله.
نوموړي ویلي، د دې ډول روغتیايي مرکزونو جوړېدل به په لرو پرتو سیمو کې د خدمتونو کیفیت لوړ کړي او خلکو ته به د معیاري درملنې زمینه برابره کړي.
ښاغلي جلالي زیاته کړې، عامې روغتیا وزارت ژمن دی چې په ټول هېواد کې باکیفیته او عادلانه روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي او د معیارونو د ښه والي لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.

