د کونړ ولایت په مرکز اسعداباد او یو شمېر نورو ولسوالیو کې د پاکستاني پوځي رژيم د بریدونو له امله د مرګژوبلې شمېر ۹۲ تنو ته رسېدلی دی.
د کونړ د ولایت د عامې روغتیا رییس قاري مظفر مخلص ویلي، تر دې مهاله د اسعداباد روغتون ته ۸۵ ټپیان او د اوو شهیدانو جسدونه لېږدول شوي، چې په کې ماشومان، مېرمنې او د سید جمالالدین افغان پوهنتون یو شمېر محصلین هم شامل دي.
د نوموړي په وینا، دا شمېرې وروستۍ نه دي او ښايي لا هم لوړې شي.
قاري مظفر مخلص ویلي، د اسعداباد تر څنګ د سرکاڼو، دانګام، شلتن او منورې ولسوالیو کې هم د خلکو استوګنځي تر برید لاندې راغلي، چې زیاتره قربانیان یې ښځې او ماشومان دي.
همدارنګه ځایي اوسېدونکي وایي، په دغو بریدونو کې د ملکي وګړو کورونه او تعلیمي بنسټونه هم په نښه شوي دي.
دغهراز ځایي سرچینې زیاتوي، چې ټپیان روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي او د پېښې د زیانونو د کچې ارزونه لا هم روانه ده.
ورته مهال د سیمې اوسېدونکي وايي، چې دا لومړی ځل نه دی چې په دې ولایت کې بې ګناه ولسي خلکو کورونه او تعلیمې ادارې د پاکستان پوځي رژیم له لوري په نښه کېږي بلکې له دې وړاندې هم ورته بریدونه شوي، چې ګڼ شمېر بې ګناه ولسي خلکو، مېرمنو او ماشومانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې د پاکستان پوځي رژیم د دغه ولایت د مرکز اړوند سیمو باندې لومړی د ډرون او وروسته د توپونو ډزې وکړې.

