ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په ننګرهار کې راستنو شویو کډوالو ته څه‌باندې ۱۲۰۰ استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، چې په ننګرهار ولایت کې راستنو شویو کډوالو کورنیو ته ۱۲۳۷ استوګنیزې نمرې ووېشل شوې، څو د دوی د دایمي مېشتېدنې لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې شي.

د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي نجیب‌الله حیات حقاني دغه نمرې د بهسودو ولسوالۍ اړوند خانکي سیمه کې د یوې غونډې پر مهال پر مستحقو کورنیو ووېشلې دي.

مولوي نجیب‌الله حیات حقاني ویلي، حکومت ژمن دی چې راستنېدونکو کډوالو ته د سرپناه، بنسټیزو خدمتونو او مناسب ژوند شرایط برابر کړي.

دغه‌راز نوموړي زیاته کړې، دا نمرې به کورنیو ته زمینه برابره کړي چې په خوندي او منظم چاپېریال کې دایمي استوګن شي او خپل عادي ژوند بېرته پیل کړي.

د چارواکو په وینا، په یادو سیمو کې به د اوبو، برېښنا، سړکونو، ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو د جوړولو چارې هم په تدریجي ډول پلي شي، چې ورسره به اقتصادي فعالیتونه هم پراخ او کاري فرصتونه به زیات شي.

د معلوماتو له مخې، تر دې وړاندې هم په همدې ولایت کې د څو ورځو په ترڅ کې سلګونه نورې استوګنیزې نمرې وېشل شوې دي. له دې سره، په ننګرهار کې راستنو شویو کډوالو ته د وېشل شویو نمرو ټول شمېر ۲۶۰۵ ته رسېدلی او دا لړۍ لا هم دوام لري.