د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال مولوي حمدالله زاهد د یوه پلاوي په مشرۍ روسیې ته په لاړ، څو افغان سوداګرو ته د درملو د واردولو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.
د وزارت په وینا، دا سفر د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، د خوړو او درملو د تأمین او تنظیم، او د معیاري او خوندي درملو د وارداتو د بهیر د اسانه کولو په موخه ترسره شوی دی.
دغه وزارت زیاته کړې، یاد پلاوی به د دې سفر په ترڅ کې د روسیې د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم ادارو له مسولینو سره د ثبت بهیر د اسانتیا، د کیفیت د کنټرول میکانیزمونو ښهوالي او د اغېزمنو همکاريو چوکاټونو جوړولو په اړه خبرې وکړي.
همداراز، پلاوی به د روسیې د درمل جوړولو له شرکتونو لیدنه وکړي، د تولیدي ظرفیتونو ارزونه به وکړي او د نوې ټکنالوژۍ سره به اشنا شي، څو د پانګونې او ګډو همکاریو لپاره عملي زمینه برابره شي.
د چارواکو په وینا، دا سفر به د درمل جوړونې په برخه کې د تجربو تبادله، د ظرفیتونو لوړول او د همکاریو پراختیا ته لاره هواره کړي.

