ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بېلابېلو ولایتونو کې ۹ زره او ‍۳۵۲ راستنو شویو کورنیو ته د استوګنې ځمکې وېشل شوې

د کډوالو د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو وېش کمېټې، د تېرې یوې اوونۍ په لړ کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۹ زره او ۳۵۲ راستنو شویو کورنیو ته د استوګنې ځمکې وېشلې دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وایي، په ننګرهار کې ۳ زره او ۲۷۰ کورنیو، په لغمان کې یو زره او ۲۶۰ کورنیو، په زابل کې ۹۶۰ کورنیو او په فراه، بامیان، سرپل، سمنګان، بلخ، کندز او غزني ولایتونو کې سلګونو نورو کورنیو ته د استوګنې ځمکې وېشل شوي دي.

.د فطرت په وینا، تر اوسه په ټول هېواد کې ۱۸ زره او ۹۰۴ راستنو شویو کورنیو ته د استوګنې ځمکې وېشل شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده