د کندهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د انارګل دودیزه کلنۍ مشاعره د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شیر احمد حقاني په شتون کې ترسره شوه.
په دې مشاعره کې د امارتي ادارو مسولینو، شاعرانو، لیکوالانو، ادیبانو، علماوو کرامو، ځوانانو او د شعر او ادب مینهوالو ګډون کړی و.
د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شیر احمد حقاني په خپله وینا کې ويلي؛ شاعران باید د اسلامي نظام د دفاع، د یووالي د پیاوړتیا او د رهبرۍ د اطاعت لپاره شعرونه ولیکي.
نوموړي ټینګار کړی، چې شعرونه باید د قومي او سیمه ییزو اختلافاتو سبب نه شي، بلکې د ټولنې د ثبات، پرمختګ او یووالي لپاره وکارول شي. دغهراز ښاغلي حقاني د مشاعرې له تنظیموونکو څخه هم مننه کړې ده.
ورته مهال د کندهار د علماوو شورا غړي، شیخ عبدالهادي ابوالخالد، شاعرانو، لیکوالانو او ترانه ویونکو ته سپارښتنه کړې، چې په خپل قلم او ژبه خلک د اسلامي نظام ملاتړ ته وهڅوي.
نوموړي ویلي؛ لکه څنګه چې مجاهدین په وسله جهاد کوي، همدارنګه د قلم خاوندان هم په خپلو لیکنو او خبرو جهاد ترسره کوي.
شیخ عبدالهادي ابوالخالد اوسنی امنیت او اسلامي نظام د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) تر مشرۍ لاندې د مجاهدینو او ولس د هڅو پایله بللې او ټینګار یې کړی، چې د امیر اطاعت واجب دی.
دغهرار ښاغلي ابوالخالد له شاعرانو او لیکوالان غوښتي، چې د رهبرۍ فرامین او لارښوونې په خپلو اثارو کې بیان او ترویج کړي.
له بلې خوا د کندهار والي حاجي ملا صاحب له هغو مېلمنو څخه چې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه راغلي وو، هرکلی کړی او ویلي یې دي، اوسنۍ غونډې او محفلونه د خیر او خوښۍ لپاره ترسره کېږي او د الله تعالی په فضل د کلونو کلونو ستونزې حل شوې دي.
همدرانګه د مشاعرې په لړ کې شاعرانو، نعت ویونکو او ترانه ویونکو خپل شعرونه،نعتونه او ترانې وړاندې کړې، چې پکې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) فرامین، اتحاد، اطاعت، امنیت او د نظام لاسته راوړنې او کړنې بیان شوې وې.

