ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا حمدالله فطرت: راستنو شویو کډوالو ته په شپږو ولایتونو کې څه‌باندې زر نمرې ووېشل شوې

دافغانستان اسلامي امارت مرستيال وياند ملا حمدالله فطرت وایي، چې د کډوالو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې په شپږو ولایتونو کې ۱۱۸۵ راستنو شویو کډوالو کورنیو ته د هستوګنیزو ځمکو نمرې وېشل شوې دي.

د معلوماتو له مخې، په ننګرهار ولایت کې ۲۹۰، لغمان کې ۲۸۵، زابل کې ۱۶۰، فراه کې ۱۰۲، سرپل کې ۸۳ او کندوز ولایت کې ۱۶۰ راستنو شویو کډوالو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې لپاره د ځمکو نمرې ورکړل شوې دي.

ښاغلي فطرت ویلي، تر دې مهاله په ټول هېواد کې د راستنو شویو کډوالو لپاره په ټولیز ډول ۲۰ زره او ۹۷ د هستوګنیزو ځمکو نمرې وېشل شوې دي.

د ملا حمدالله فطرت په وینا، د راستنو شویو کډوالو د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش لړۍ په چټکۍ سره روانه ده.