ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

لښکرګاه کې د «هلمند سیند» دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه

د هلمند اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د دې ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د «هلمند سیند» دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه.

په دغې سترې ادبي او کلتوري مشاعرې کې د هلمند والي مولوي امان‌الدین منصور، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق‌الله عزیزي، د ملکي او نظامي ادارو مسوولینو، علماوو، شاعرانو، لیکوالانو، نعت‌ویونکو، ترنم کوونکو او د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه راغلو ادیبانو او زرګونو د شعر او ادب مینه‌والو ګډون کړی و.

د هلمند اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، چې د هلمند سیند دودیزه مشاعره یوازې ادبي ناسته نه، بلکې د افغان ولس د کلتوري یووالي، فکري بیدارۍ او ادبي ارزښتونو د ژوندي ساتلو مهم سنګر دی.

دوی زیاته کړې، چې یاد ریاست هڅه کوي د هلمند د ادب، فرهنګ او تاریخي ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره لا پراخ پروګرامونه جوړ کړي او ځوان نسل د قلم، ادب او مطالعې لور ته وهڅوي.

ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق‌الله عزیزي ویلي، د خوښۍ ځای دی چې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه شاعران، ادیبان او لیکوالان په ډاډمن امنیتي چاپېریال کې دې مشاعرې ته راټول شوي دي.

نوموړي هلمند د شعر، ادب، کلتور، دین، جهاد او قربانیو له پلوه یو مهم او تاریخي ولایت بللی او د شاعرانو، لیکوالانو او ترنم کوونکو رول یې د ټولنې د فکري او فرهنګي بیدارۍ لپاره ارزښتناک یاد کړی دی.

مولوي عتیق‌الله عزیزي همداراز ټینګاروکړی، چې شاعران او لیکوالان باید د خپل قلم له لارې د اسلامي نظام لاسته راوړنې، د ولسونو هیلې او د هېواد پرمختګونه په هنري او ادبي بڼه راتلونکو نسلونو او نړۍ ته ورسوي.

د مشاعرې په لړ کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه راغلو شاعرانو، نعت‌ویونکو او ترنم کوونکو خپل شعرونه، نعتونه او ادبي ټوټې وړاندې کړي، چې د ګډونوالو له تود هرکلي سره مخ شوي دي.