د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندویۍ، مالي او اداري چارو مرستیال، مولوي قدرتالله جمال فاریاب او جوزجان ولایتونو ته سفر کړی.
ښاغلي جمال د دې سفر پر مهال د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ملکیتونو وضعیت څېړلی او د دې ریاست لپاره یې د اداري ودانۍ د جوړولو ژمنه کړې ده.
ورته مهال، مولوي قدرتالله جمال جوزجان ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د کلتوري، رسنیزو او ګرځندویۍ خدمتونو پر ښه والي ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې د دې ریاست لپاره هم د یوې معیاري درې پوړیزې ودانۍ جوړول په پام کې نیول شوي.

