ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د میلان (M135) او کانکورس راکټي دستګاه له زده‌کړو ۲۸ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

 دفاع وزارت وایي، چې د ستر درستیز په توپچي ریاست کې د میلان کانکورس (M135) رهبري‌شوي راکټ دستګاه د پینځمې دورې له یو میاشتنې زده‌کړو څخه وروسته د سرحدي او ځانګړو قطعاتو ۲۸ تنه ځوان منسوبین فارغ شوي دي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د توپچي رییس ملا رحمت‌الله ناظم، د حمایې او امنیت لواء قومندانۍ درستیزوال مولوي فتح‌الله آغا او د دفاع وزارت د یو شمېر مسولینو ګډون درلود.

مسولینو فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ ټینګار کړی، چې ټول منسوبین باید د الله تعالی عبادت او اطاعت د خپلو چارو بنسټ وګرځوي او خپل نیت خالص وساتي، ځکه د جهاد اساسي موخه د اسلامي نظام ټینګښت او پیاوړتیا ده.

بلخوا فارغانو ژمنه کړې، چې ورسپارل شوي مسولیتونه به په صداقت، امانتدارۍ او غوره ډول ترسره کوي.

د یادونې وړ ده، چې د دغو مراسمو په پای کې فارغانو ته بری‌لیکونه هم ووېشل شول.