د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نوبتي غونډه تېره ورځ د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په دویمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې وشوه.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، چې دې غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د مالیې وزارت پر ځمکه د درېیو سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې وې، چې له هر اړخیزو ارزونو وروسته د تایید وړ وبلل شوې.
همدا راز یاد معاونیت زیاته کړې، چې دې غونډه کې د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې هم د سوداګریز مارکېټ د جوړولو طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه.
دغهراز یاده طرحه اړوندو ادارو ته راجع شوه؛ ترڅو یې مالي، تخنیکي او اقتصادي اړخونه وڅیړي او خپل راپور د پانګونې بین الوزارتي کمېټې سره شریک کړي.

