ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مبارکۍ پیغام!

بِسْمِ اللّٰٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ

ﷲ أکبر ﷲ أکبر، لا إله إلا ﷲ وﷲ أکبر، ﷲ أکبر وللّٰه الحمد.

اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ نَحْمَدُهُ وَنَسْتَعِينُهُ وَنَسْتَغْفِرُهُ، وَنَعُوذُ بِاللّٰهِ مِنْ شُرُورِ أَنْفُسِنَا وَمِنْ سَيِّئَاتِ أَعْمَالِنَا، مَنْ يَّهْدِهِ اللَٰهُ فَلاَ مُضِلَّ لَهُ، وَمَنْ يُّضْلِلْ فَلاَ هَادِىَ لَهُ، وَأَشْهَدُ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللّٰهُ وَحْدَهُ لاَ شَرِيكَ لَهُ، وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ. اما بعد: فاعوذ بالله من الشيطان الرجیم – قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ [سورة الأنعام: ۱۶۲]

ترجمه:  ووايه (ای محمده!) دوی، ته بېشکه لمونځ زما او قرباني زما او (طاعتونه د) ژوندون زما او مرګ زما (پر صالح عمل) خاص ﷲ لره دي چې رب (پالونکی) د ټولو عالمیانو (د جهان) دی. [کابلی تفسیر]

و ایضا قال الله تبارک وتعالی – وَأَتِمُّوا الْحَجَّ وَالْعُمْرَةَ لِلَّهِ …. الآیة. [سورة البقرة: ۱۹۶]

ترجمه: او پوره ادا کړئ حج او عمره خاص ﷲ جل جلاله لره . [کابلی تفسیر]

و ایضا قال الله تبارک و تعالی: فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ. (الکوثر ایة ۲)

ترجمه:  نو خپل پالونکي ته لمونځ وکړه او قرباني وکړه. [کابلی تفسیر]

عَن أنس بن مالک رضی ﷲ تعالی عنه قَالَ: ضَحَّى رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِكَبْشَيْنِ أَمْلَحَيْنِ أَقْرَنَيْنِ ذَبَحَهُمَا بِيَدِهِ وَسَمَّى وَكبر قَالَ: رَأَيْته واضعا قَدَمَهُ عَلَى صِفَاحِهِمَا وَيَقُولُ: «بِسْمِ اللَّهِ وَاللَّهُ أكبر» متفق عليه. مشكاة المصابيح (۱-۴۵۷)

ترجمه: له حضرت انس رضي ﷲ تعالی عنه څخه روایت دی، ده ویلي دي چې رسول ﷲ صلی ﷲ علیه وسلم  د دوو ښکرونو والا پسونو (چې د هغه ښکرونه اوږده وه يا دا چې ښکرونه يې مات نه و) او کمر (برګ يعنی د تور او سپين رنګ وو) قرباني وکړه، رسول ﷲ صلی ﷲ عليه وسلم په بسم ﷲ، ﷲ اکبر ويلو سره په خپل لاس مبارک سره هغه ذبح کړل، حضرت انس رضی ﷲ عنه فرمايي چي ما وليدل چي رسول ﷲ صلی ﷲ علیه وسلم د هغه په اړخ يا په غاړه باندې پښه مبارکه ايښې وه او بسم ﷲ وﷲ اکبر يې ويلی.

خلاصه داچې رسول ﷲ صلی ﷲ علیه وسلم  په  دوو برګو او ښکرورو پسونو سره قرباني وکړه، هغه يې په خپل لاس ذبح کړل، بسم ﷲ او تکبیر يې وایه او خپله پښه يې د هغو په اړخو ايښې وه.

په بل حدیث شریف کې راغلي دي:

ــ عَنْ عَائِشَةَ أَنَّ رَسُولَ ﷲ -صلى ﷲ عليه وسلم- قَالَ « مَا عَمِلَ آدَمِىٌّ مِنْ عَمَلٍ يَوْمَ النَّحْرِ أَحَبَّ إِلَى ﷲ مِنْ إِهْرَاقِ الدَّمِ إِنَّهَا لَتَأْتِى يَوْمَ الْقِيَامَةِ بِقُرُونِهَا وَأَشْعَارِهَا وَأَظْلاَفِهَا وَإِنَّ الدَّمَ لَيَقَعُ مِنَ ﷲ بِمَكَانٍ قَبْلَ أَنْ يَقَعَ مِنَ الأَرْضِ فَطِيبُوا بِهَا نَفْسًا» [مشکوة جلد ۱ ، ص ۱۲۸] 

ترجمه: د حضرت عائشه رضي ﷲ تعالی عنها څخه روایت دی: چې رسول ﷲ صلي ﷲ علیه وسلم وفرمایل:د ابن ادم د نحر (د قربانی کولو د ورځې) داسې هېڅ عمل نشته چي د ﷲ جل جلاله په نزد د وينې بهولو (قرباني) کولو څخه زيات محبوب وي، او (د قربانی) هغه ذبح شوی حيوان به د قيامت په ورځ د خپلو ښکرونو، وېښتانو نوکونو ( ښنګريو ) سره راشي او د قربانۍ وينه مخکي د دې څخه چې په ځمکه تویې شي (يعني د ذبح کولو د ارادې په وخت) په الهي دربار کي قبليږي نو تاسو د دې په وجه (يعني قرباني کولو سره) خپل نفس خوشحاله کړئ. 

د افغانستان مؤمنو او مجاهدو خلکو او د دنیا ټولو مسلمانانو ته!

السلام علیکم ورحمة ﷲ وبرکاته!

تاسې ټولو ته د هر څه له مخه د لوی اختر مبارکي وایم، ﷲ تعالی مو عبادات، قربانۍ، حجونه، خیراتونه (صدقات) او نور نېک اعمال قبول کړه.

محترمو افغانانو وروڼو!

 د ﷲتعالی د حمد او شکر ځای دی چې لوی اختر په داسې حال کې لمانځو چې د شرعي نظام تر سیوري لاندې آرام ژوند مو په برخه دی.

د انسانانو له ژوند څخه اصلي مقصد د ﷲ جل جلاله بندګي کول، د ﷲ تعالی په عبادت کښې کوښښ کول، د دین په عملي کولو کښې زحمت اېستل او د شرعي احکامو په کلکه پیروي او اتباع کول او د ﷲ جل جلاله په دین کې په کامله معنیٰ اوسېدل دي، باید همدې لوی مقصد ته ډېره توجه وکړو؛ ځکه همدا د نېکبختۍ لاره ده. 

د اسلامي امارت په حاکمیت سره د ټولو اتباعو شرعي حقوق تأمین او محفوظ دي، هيڅوک پر چا ظلم او تېری نشي کولای، د ظلم مخه نیول کېږي او د مظلوم د حق پوښتنه کېږي.

د شرعي محاکمو په فعالیت سره مقدس شریعت عملي شوی دی، دغه راز د امربالمعروف او نهی عن المنکر لویه فریضه عملا ترسره کېږي. په دې برخه کې د شرعي اصولو سره سم د ټولنې د اصلاح کوښښ روان دی. 

خو بیا هم علماء کرام، د امربالمعروف او نهی عن المنکر او ارشاد او دعوت مسئولین دې په خلکو کې د ضروري مسائلو په ښوونه، دعوت او رهنمايي کې ډېر کوښښ وکړي، خصوصا د لمونځونو او مؤمن به شیانو په اړه دې خلک پوه او ډير ترغیب کړي.

اسلامي امارت د یتیمانو، کونډو، معلولینو او مسکینانو د حقوقو تأمین او مرستې ته ژمنتیا لري، دغه راز په شتمنو افغانانو هم ږغ کوي چې یاد خلک هېر نه کړي، د هغوی پالنې او مرستې ته پوره توجه وکړي.

اسلامي امارت د ټولې نړۍ په ځانګړي توګه له اسلامي ملکونو سره د شریعت په اصولو کې سياسي او اقتصادي اړیکې غواړي او په دې برخه کې يې خپل مکلفیت ادا کړی دی.

د اسلامي امارت مسئولینو څخه مې غوښتنه دا ده چې په خپل مسئولیت کې د ﷲ جل جلاله اوامرو او نواهیو ته پوره توجه وکړي، د خلکو د خدمت، امنیت او هوساینې لپاره د شریعت په رڼا کې خپل مکلفیتونه په پوره توګه ادا کړي، د خلکو د حاجتونو پر مخ دروازې بندې نه کړي، کارونه یې په ښه او عاجله طریقه سره اجراء کړي.

همدا ډول په خلکو باندې له ظلم څخه ځان وساتئ، ځکه په دنیا کې چې هرچا ظلم کړی، که هرڅومره طاقتور وي، هغوی الله تعالی ذلیله او له شکست سره مخ کړي.

 امنیتي مسؤلینو ته مې هدایت دا دی چې په ځانګړي ډول د اختر په ورځو کې د خپلو خلکو هوساینې، خدمت او خوندیتوب ته پوره پاملرنه وکړئ، د دوی د خوشحالۍ او ارامۍ لپاره ټول لازم اقدامات ترسره کړئ. 

همدارنګه د راستنیدونکو مهاجرینو په اړه دې ټول اړوند مسئولین ډېره توجه وکړي چې د هغوی لپاره د ځمکو وېش، د انتقالاتو او ځای پرځای کولو په برخه کې لا ډېر سهولتونه برابر شي.

محترمو افغانانو وروڼو!

زموږ او ستاسو مشترک مسئولیت دی چې د خپل شرعي نظام ساتنه او پالنه به کوو؛ ځکه دا د ډېرو شهیدانو د مقدسو وینو او د مجاهدینو او مخلصو مسلمانانو په خورا ډېرو ستړیاوو او قربانیو سره راغلی، راځئ چې د ساتنې لپاره يې هم ټول په اتفاق او اخلاص سره لا ډېره ستړیا وګالو او قرباني ورکړو او د وروڼو په شان د یو او بل ترڅنګ درېدو ته دوام ورکړو، ترڅو د دښمنانو بدې ارادې دفع کړو، د امنیت، هوسایۍ، آبادۍ او په عموم کې د شرعي نظام قدر وکړو او د لا ښې تقویې او بقا لپاره يې لاسونه سره ورکړو او په راغلي شرعي نظام باندې بشپړ استقامت وکړو.

حرمینو شریفینو ته د افغانستان او نړۍ څخه ورغلیو ټولو حجاجو کرامو څخه هیله کوم د اسلامي امت او بالخصوص په اسلامي دنیا کې د مظلومو مسلمانانو وروڼو لپاره دعاګانې وکړي، تر څو یې ﷲ تعالی د اسلام او مسلمانانو پر دښمنانو غالب او له دنیوي او اخروي سعادت او سرلوړۍ څخه برخمن کړي.

له ټولو سرمایه دارو افغانانو او همدا راز د اسلامي امارت له مسئولینو څخه غواړم چې د اختر په مبارکو شپو ورځو کې د راستنېدونکو مهاجرینو، غریبو او بیچاره کورنیو حال واخلي او هغوی د اختر په خوشحالي کې له ځان سره شریک کړي.

په پای کې یو ځل بیا ټولو مؤمنو او شریفو خلکو ته د لوی اختر مبارکي وایم. ﷲ تعالی دې وکړي چې همېشه خپل اخترونه همداسې په امن او خوشحالۍ کې ولمانځئ.

والسلام علیکم ورحمة ﷲوبرکاته

امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث

مولوي هبة ﷲ اخندزاده

۷/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق

۳/۳/۱۴۰۵هـ ش ــ 2026/5/24