ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

حاجیان د حج د مناسکو د تر سره کولو لپاره عرفات ته رسېدلي

میلیونونه حاجیان نن د ذوالحجې میاشتې په نهمه، چې د عرفې ورځې په نوم یادېږي، د حج د تر ټولو مهم رکن د ادا کولو لپاره د عرفات غونډۍ ته تللي دي.

حاجیان به خپله ورځ د الله تعالی په ذکر، دعا او عبادت تېروي او د عرفات له خطبې وروسته به د ماسپښین او مازیګر لمونځونه یوځای ادا کړي.

همدارنګه د لمر له پرېوتو وروسته به حاجیان مزدلفې ته ولاړ شي، څو شپه هلته تېره او د حج د نورو مناسکو لپاره چمتووالی ونیسي.

د راپورونو له مخې، سږ کال د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو شاوخوا ۱.۵ میلیونه مسلمانان د حج فریضې د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي دي.