د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د نېکمرغه لوی اختر په لومړۍ ورځ؛ په کابل کې د وزیر محمد اکبر خان تخصصي او ثالثي روغتون د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی ارزولی دی.
د عامې روغتيا وزارت وایي، چې مولوي نور جلال جلالي په ياد روغتون کې د بسترو ناروغانو د احوالو پوښتنه او له هغوی سره يې مالي مرسته کړې ده.
د عامې روغتیا وزیر، همدا رنګه د یاد روغتون کارکوونکو ته د ولس لپاره د اختر په ورځو کې د غوره روغتیایي خدمتونو سپارښتنې کړې او د هغوی د هڅو قدرداني يې کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزارت د چارواکو له لوري، روغتيايي کارکوونکو ته د هېواد په مر کز او ولایتونو کې د روغتیایي مرکزونو فعال ساتلو لارښوونه شوې؛ څو د اختر په شپو ورځو کې هېوادوال له ستونزو سره مخ نه شي.

