په مشهد کې د افغانستان سرقونسل مولوي نورمحمد متوکل د ایران د خراسان رضوي ولایت له والي ډاکټر غلامحسین مظفري سره لیدنه کړې ده.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو په دوغارون بندر کې د ترانسپورټي او ټرانزیټي ستونزو د حل، د افغان بندیانو د لېږد بهیر د چټکتیا او د «آمایش» کارت لرونکو افغانانو لپاره د اجباري بیمې د ستونزې د هواري په اړه خبرې کړې دي.

