ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ لړۍ؛ په درېیو ولایتونو کې ۵۳۰ کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، چې د راستنېدونکو کډوالو د دایمي مېشتېدنې او د ژوند د اسانتیاوو د برابرولو په موخه، په درېیو ولایتونو کې ۵۳۰ راستنو شویو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې وېشل شوې دي.

د یاد وزارت په وینا، په ننګرهار ولایت کې ۲۰۰، په فاریاب ولایت کې ۲۸۰ او په سمنګان ولایت کې ۵۰ راستنو شویو کډوالو کورنیو ته د استوګنې ځمکې سپارل شوې دي.

وزارت زیاته کړې، چې د دغو ځمکو د وېش موخه د راستنېدونکو هېوادوالو د سرپناه ستونزې هوارول او هغوی ته د مناسب ژوند زمینه برابرول دي.

د معلوماتو له مخې، تر دې مهاله په ټول هېواد کې د وېشل شویو استوګنیزو نمرو شمېر ۳۵ زره او ۷۱۹ ته رسېدلی دی.

یاد وزارت ټینګار کړی، چې د راستنو شویو کډوالو د ملاتړ او دایمي مېشتېدنې بهیر به دوام ولري او هڅې روانې دي، څو لا ډېرو کورنیو ته ورته اسانتیاوې برابرې شي.