د سوریې ولسمشر، احمد الشرع د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ټلیفوني خبرو کې د سوریې پر وړاندې د پاتې بندیزونو د لرې کولو او د دې هېواد د بیارغونې بهیر څخه په نړیوال ملاتړ ټینګار کړی.
د سوریې دولتي خبري اژانس (سانا) راپور ورکړی، چې په دې اړیکه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې او نړۍ د وروستیو بدلونونو په اړه هم خبرې کړي.
ټرمپ هم په دې خبرو کې د سوریې د ثبات پر ساتلو او د شرایطو د ښهوالي او بیارغونې د هڅو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

