ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

قطر د اسراییلي رژیم د حساب‌ورکونې او پر لبنان د بریدونو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې

د قطر د بهرنیو چارو وزارت پر لبنان د اسراییلي رژیم روان بریدونه او د دغه هېواد په سوېل کې د ځمکنیو عملیاتو پراختیا غندلې او دا یې د تاوتریخوالي زیاتوالی او د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض بللی دی.

یاد وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، پر ملکي وګړو بریدونه او د اسراییلي رژیم د پوځي عملیاتو پراختیا د لبنان د حاکمیت نقض او د نړیوال بشردوستانه قانون له اصولو ښکاره سرغړونه ده.

قطر همداراز له نړیوالې ټولنې او نړیوالو بنسټونو غوښتي، چې د اسراییلي رژیم د بریدونو د درولو او د نړیوالو قوانینو او ژمنو د رعایت لپاره د دغه رژیم د مجبورولو په موخه اغېزمن اقدامات ترسره کړي.

دغه‌راز دوحې ټینګار کړی، چې اسراییلي رژیم باید د خپلو کړنو په اړه حساب‌ورکوونکی وګرځول شي او پر لبنان دې پرله‌پسې بریدونه پای ته ورسول شي.